۰

دفاع وزارت په زابل او اروزګان کې د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
ملي دفاع وزارت وايي، زابل او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت په زابل او اروزګان کې د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، زابل او  اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه خپره کړې  خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د زابل په شهرصفا ولسوالۍ او د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک او ترنک سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، د اروزګان د مرکز ترینکوټ په کشکنجک او راغ سیمو کې  د عملیاتو پر مهال د ملا محمد اکبر متقي په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور پټنځایونه، درې عرادې موټر سایکلونه، ۷ عرادې موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي