د افغانستان د سولې کور په نوم بنسټ وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات ګونګ دي افغان ولس ترې ناخبره ساتل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نه یوازې افغان جګړه پېچلتیاوې لري، بلک د سولې پروسه هم مرموزه او پېچلې روانه ده چې د ماتې امکانات یې هم ډېر دي.
سرچینه زیاتوي، چې امریکا له طالبانو سره ۹ پړاوه مذاکرات د یو امریکایي سرتېري د وژل کېدو کبله ودرول، خو اوس چې دا مذاکرات بیا پیل شول، په شپږمه ورځ بېرته له همغه سرنوشت سره مخ شول.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې اندېښنه ښودل شوي، چې پر بګرام نظامي اډه وروستی برید دا ښيي چې طالبان په سوله باور نه لري.
خبرپاڼه وايي، د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو دا هڅې هېڅکله د امریکا، افغان حکومت او سیاسي جریانونو تر منځ همغږې نه شوې.
دغه بنسټ زیاتوي له همدې امله راپورته شویو پیچلتیاو او په افغان سولې پروسه کې د نورو هېوادونو ښکاره لاسوهنو د ولس اندېښنه زیاته کړې ده.
په خبرپاڼه کې یاد بنسټ د ټولو لوریو تر منځ د باور جوړونې لپاره اوربند مهم بللی، ټینګار کوي، چې طالب بندیان باید د عدالت د تحکیم او قضائیه قوې د حکم له مخې ازاد شي.
همدارنګه د سولې کور بنسټ سوله یو ملي پروګرام بللی، چې باید د سیاسي غوښتنو ښکار نه شي، بلکې د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره دې یو ټول منلی پلاوی وټاکل شي.
د سولې کور بنسټ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له لنډ ځنډ وروسته نن بیا پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل