۰
ولسي جرګه:

د شکایتونو کمېسیون باید پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
ولسي جرګې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان یو پرمختګ وباله خو په ورته وخت کې یې د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ وکړ، چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.
د شکایتونو کمېسیون باید پاکې  او ناپاکې رایې سره بېلې کړي
ولسي جرګې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان یو پرمختګ وباله خو په ورته وخت کې یې د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ وکړ، چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.

د جمهور خبري آژانس د جرګې رییس میر رحمان رحماني د نن دوشنبې مرغومي ۲ مه عمومي غونډه کې و ویل، دا چې له ډېرو جنجالونو او وخت وروسته د ټاکنو پایلې اعلان شوې دا خپله یو پرمختګ دی.

د هغه په وینا اوس د لوبې غونډوسکی د شکایتونو کمېسیون په میدان کې دی او دغه کمېسیون باید ټول شکایتونه په شفاف ډول وڅېړي او حق له باطله بېل کړي.

خو د جرګې ځینو نورو غړو بیا د پایلو د اعلان په اړه بېلابېل نظرونه لرل، چې مخالفو یې غندنه کوله او کمېسیون یې په درغلۍ تورن کړ.

ده ادعا وکړه او کمېسیون تورن کړ، چې ۳۰۰ زره باطلې رایې یې هم د افغانستان په خلکو تحمیل کړې.

د جرګې بل غړي شېرمحمد اخندزاده هم و ویل، که د شکایتونو کمېسیون هم د ټاکنو کمېسیون اعلان کړې پایلې تایید کړي، د افغانستان خلک به پاڅون وکړي.

خو ځینو غړو د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان خوښي وښوده او ویې ویل، ټول نوماندان باید د دیموکراسۍ فرهنګ زده کړي او د دواړو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

د جرګې غړي نادرخان کټوازي و ویل، څوک چې ځان نوماند کوي، باید د ماتې منلو وړتیا هم ولري او له ډول وړاند وینو باید ډډه وکړي، ځکهپه وینا یې نور د زورواکۍ وخت پای ته رسېدلي او د هېواد برخلیک به د خلکو رایه ټاکي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شینکۍ کړوخېل هم و ویل، چې  د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي خپله د نوماندانو له خوا ټاکل شوي او  اوس یې  باید پرېکړو ته درناوی وکړي.

د جرګې بل غړي ابرارالله مراد بیا و ویل، نوماندان چې هر ډول شکایت لري باید د شکایتونو کمېسیون ته یې وړاندې کړي تر څو څېړل شي.

د هغه په وینا تر دې څېړنې وروسته چې هر یو ډاکتر بریالی و ولس ته د منلو دی او مقابل لوری باید خپله ماتې  ومني ځکه نور ولس د بحران تحمل نه لري.

د یادونې ده، چې  ټاکنو کمېسیون پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني یې مخکښ او ګټونکی شو.

په دوهم قدم کې  ډاکتر عبدالله عبدالله دی، چې  ۳۹.۵۲ سلنه رایې یې وړې، خو دی وایي، دغه پایلې نه مني،  ځکه په وینا یې کمېسیون درغلي کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي