۰

د دوه وکیلانو ترمنځ بیا جنجال، خو دا ځل د جرګې په چای خونه

دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د ولسي جرګې غړې شنکۍ کړوخېل وايي، د یوه بل استازي عبدالظاهر سالنګي له خوا په وهلو ډبولو او ان مرګ ګواښل شوې ده.
د دوه وکیلانو ترمنځ بیا جنجال، خو دا ځل د جرګې په چای خونه
د ولسي جرګې غړې شنکۍ کړوخېل وايي، د یوه بل استازي عبدالظاهر سالنګي له خوا په وهلو ډبولو او ان مرګ ګواښل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کړوخېل د جرګې د نن دوشنبې مرغومي ۲ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې  ښاغلي سالنګي ورته دغه ګواښ د جرګې په چای خونه کې  ورته کړی دی.

هغه و ویل«زموږ همکار ښاغلي سالنګي تېره ورځ د جرګې په چای خونه کې د وهلو ډبلو او مرګ ګواښ راته وکړ.»

نوموړی وایي، سالنګي ورته د جرګې په عمومي ناستو کې د هغې د سیاسي دریځ له امله د مرګ ګواښ ورته کړی دی.

دې زیاته کړه، که څه هم وهل ډبول اسانه خبره نه ده، خو په وینا یې وکیلان باید خپل چلند مدني کړي او سیاسي کینې ونه پالي او د داخلي اصولو او دندو پر بنسټ یو له بل سره چلند وکړي.

مېرمن کړوخېل وايي، ښاغلي سالنګي نه یوازې هلته بلکې د دې په غیاب کې هم ورته داسې الفاظ کاروي، چې د یوه وکیل له شان سره نه ښايي.

خو سالنګي و ویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ولسي جرګه هم هغه غږ باید پورته کړي، چې د ولس په خیر وي.

هغه زیاته کړه«زه هم د یوې مور له لمنې دنیا ته راغلی یم او تولو میندو او مېرمنو ته درناوی لرم، په دې شرط، چې زموږ خویندې هم متقابل درناوی ولري.»

نوموړي دې ته په اشارې، چې مقابل لوری یې جاهل دی ټینګار وکړ او ویې ویل، په دې اړه نور اضافي بحث نه لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې په ولسي جرګه کې دوه وکیلان سره په لانجه او یو بل ته د مرګ ګواښونه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته کار شوی دی.

څو ورځې وړاندې بلقیس روشن او الله ګل مجاهد هم په ورته جنجال کېوتي و او مېرمن روشن ویل، چې مجاهد ورته د مرګ ګواښکړی دی.

خو الله ګل مجاهد ویل، چې  له مېرمن روشن څخه ان مړي هم نه دي په کرار او مجاهدینو او شهیدانو ته سپکاوی کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي