د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالي شورا د لغوه کولو په فکر کې دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي رسنیو ته ویلي، ولسمشر دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.
د ولسي جرګې وکیلانو د تېرې دوشنبې په ورځ د ۱۶ مخالفو رایو په درلودلو سره په اکثریت د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تصویب او دا وزارت یې په داخلي او نړیواله کچه د سولې چارو د پرمخ بېولو لپاره اړین وباله.
خو د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، په اوسنیو شرایطو کې به د سولې وزارت د سولې په پروسه کې هیڅ لاسته راوړنه ونه لري.
هغه ویلي« ولسمشر زما له استعفا وروسته د سولې عالي شورا لغوه کولو په فکر کې دی.»
د نوموړي په وینا د سولې خبرې یوې جدي مرحلې ته رسیدلي دي او حکومت باور لري چې دا خبرې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې تنظیم شي.
دی وايي، که چیرې د سولې وزارت روانه کشاله حل نه کړای شوه، نو د لارې په اوږدو کې به نورې ستونزې هم راوټوکیږي.
د یاونې ده، چې ولسمشر نېږدې درې میاشتې وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره د سولې وزارت رامینځته کړ او خپل پخوانی رییس دفتر سلام رحیمي یې مشر ور وټاکه.
دغه راز د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریاست ځینې برخې هم دغه وزارت ته ولېږدولې.
جمهورخبري آژانس:کابل