په ۲۰۱۹ ز کال کې ۲۳ بهرني سرتېري وژل شوي دي

11 جدی 1398 ساعت 9:04

ناټو ځواکونه وايي، د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۳ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.


ناټو ځواکونه وايي، د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۳ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېری یې امریکایان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه سرتېري د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي پېښو او جګړو پر مهال وژل شوي دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې په وژل شویو بهرنیو سرتېرو کې ۲۰ تنه امریکایان او درې نور د نور هېوادونو سرتېري دي، خو د هغوی هویت یې نه دی په ډاکه کړی.

په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ته په کتو تر ۲۰۱۸ نه په ۲۰۱۹ کې د بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ټولټال ۱۹ بهرني سرتېري وژل شوي و، چې ۱۴ یې امریکایان دي.

په ورته وخت کې یوه بله وېبپاڼه چې په عراق او افغانستان کې د امریکایي عسکرو د تلفاتو شمېرې خپروي وایي، ۲۰۱۹ز کال کې ۲۶ نړیوال عسکر وژل شوي چې امریکایان دي.

د یادونې ده، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې ٢٠١٠ میلادي کال د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى کال و او په دغه کال کې ټول ٧١٠ نړيوال سرتېري و وژل شوي،  چې ٤٩٨ يې امريکايي، ١٠٣ يې بريتانوي او پاتې ١٠٩ د نورو هېوادونو سرتېري وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com