د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ۲۰۲۰ کال د نظریاتو شرکولو په غونده کې د ګدون په موخه هند ته تللی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، وايي، دغه خبرې اترې هر کال د نړیوالو مشرانو، د سیاست، سوداګرۍ، رسنیو او مدني ټولنو د سکتورونو له خوا جوړېږي.
په دغه خبرو اترو کې د هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بېلا بېلو برخو فعالین ګډون کوي.
په یاده غونډه کې په نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزه او څو سکتوریزه خبرې اترې کېږي او یو له بل سره نظرونه تبادله کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم په دغه غونده کې د ګډون په موخه د هند پلازمېنې ډهلي ته رسېدلی دی.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب به په دغه ناسته کې، د افغانستان د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي ودې په اړه وینا وکړي.
دغه راز یاد دفتر زیاتوي، چې ښاغلي محب به د دې کنفرانس په څنډه کې د ایران، ازبکستان، ایستوانیا له بهرنیو چارو وزیرانو او دغه راز د یو شمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او بنسټونو له مشرانو سره ناستې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل