د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وايي، په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات مهم او اړین دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محمدوف دغه څرګندونې نن چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د نړیوال انجمن ناستې ته د وینا پرې مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازینې لار خبرې اترې دي او ترکمنستان د افغان سولې د خبرو ملاتړ کوي.
ښاغلي محمدوف ټینګار سره زیاته کړې، تجربو ښودلې ده چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو فشارونو پایله نه ده ورکړې او اوس وخت دی چې له سوله ییزو لارو د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وشي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د پراختیایي او زیربنایي پروژو پلي کولو ته ژمن او دې ته هم چمتو دی، چې د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان په ګډون نورو هېوادونو او سازمانونو هم له افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل