د ۱۹ کلونو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا سره وکړه او په لوی توپیر یې ترې وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې پرون جمعه د مرغومي ۲۷ مه په جنوبي افریقا پیل شوې، چې لومړی لوبه یې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ وشوه.
د سویلي افریقا په کیمبرلي لوبغاړي کې د دغه لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۱۳۰ هدف وټاکه.
د افغان توپ اچوونکو له لوري شفیق الله غفاري شپږ، نور احمد او فضل الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان توپ وهونکو د لوبې په ۲۵ اور کې ورکړل شوی هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې له سویلي افریقا څخه وګټله.
په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ۵۲ او عمران میر ۵۷ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شفیق الله غفاري ته ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې افغانستان په دغه لوبو او په خپل ګروپ کې له کاناډ او متحده عربي اماراتو سره هم لوبې لري، چې د جنورۍ په ۲۲ مه به تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل