د هراتي ملا له خوا ښځو ته د توهین په اړه د ولسي جرګې د یوې غړې غبرګون

1 دلو 1398 ساعت 13:02

د ولسي جرګې غړې بلقیس روش د هراتي مولوي محیب الرحمن انصاري له خوا ښځیه خبریالانو ته د توهین په غبرګو کې وایي، حیف پر هغه مور چې انصاري غوندې زوی یې زېږولی دی.


د ولسي جرګې غړې بلقیس روش د هراتي مولوي محیب الرحمن انصاري له خوا ښځیه خبریالانو ته د توهین په غبرګو کې وایي، حیف پر هغه مور چې انصاري غوندې زوی یې زېږولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د ګذرګاه د جومات ملا امام چې په دې وروستیو کې په خپل سره د امروبالامعروف اداره جوړه کړې، په یوه خبري ناسته کې ښځینه خبریالانو ته د ورتګ اجازه ور نه کړه.

د مولوي انصاري همدې کار ته په توند غبرګون کې د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن و ویل، دغه ملا خپله مور، خور او ښځه نه لري، چې د ښځو له کار کولو سره مخالفت کوي؟

نوموړې و ویل«هر څومره چې پټه خوله شو دغه کس نه پوهېږي، حیف پر هغه مور چې مولوي انصاري غوندې زوی یې زېږولی، که افغان مېرمنې یو موټی نه شي، خپل حقوق نه شي تر لاسه کولی، د نړۍ په هېڅ ځای کې حق ورکړل شوی نه دی بلکې اخستل شوی دی، بې کفایت حج او اوقاف وزارت چېرته دی، چې مولوي انصاري په خپل سر د امروباالامعروف اداره جوړوي؟»

مېرمن روشن د ولسي جرګې غړو ته په خطاب کې و ویل، چې آیا استازي له دغه کس سره ولاړ دي، که چېرې د ولسي جرګې غړي په دې برخه کې جدي دریځ ونه نیسي، نو دا په اصل کې طالب او له تیارو سره یو ډول جوړ جاړی دی، چې ښځو ته د انسان فکر نه کوي، په داسې حال کې، چې افغان مېرمن عقل او وړتیا لري.

د ولسي جرګې دغه غړې ټینګار وکړ، چې د افغانستان مېرمن او افغان دولت باید د دې په وینا د دغه افراطي ملا پر وړاندې په کلکه ودرېږي.

د یادونې ده، چې د مولوي انصاري وروستي اقدام په ټولینزه شبکو هم د ګڼو خلکو تند غبرګونونه راپارولي او ان ځینې خو د دغه کار د بهرنیو هېوادونو په اشاره بولي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 124268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com