دفاع وزارت: بلخ کې ۴۵ طالبان وژل شوي دي

10 دلو 1398 ساعت 11:32

ملي دفاع وزرت وایي، بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزرت وایي، بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه دغه عملیات د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه نیول شوي او د هغوی د نشه يي توکو یوه وړه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د بلخ او چهاربلوک ولسوالیو کې حودکي، حسین خېل، چهارسنګ، سمرقند او بوک کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com