کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د کرونا وایروس مخنیوي لپاره اړینې همکاري کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه او خبرو کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، وانګ یو په چین کې د دې وژونکي وایروس او دغه راز په اړه یې د چین دولت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندي کړي دي.
نوموړي ویلي، خوښ دی چې تر اوسه کرونا وایروس افغانستان ته نه دی راغلی او دوی یې د مخنیوي پر لارو چارو د افغانستان له روغتیا وزارت سره په اړیکه کې دي او له نږدې ورسره کار کوي.
سرچینه کاږي، عبدالله په چین کې پر دې وایروس د اخته کسانو له کورینو سره خواخوږي څرګنده کړې او په بیلابیلو برخو کې یې د چین له همکاریو قدرداني کړي ده.
جمهورخبري آژانس:کابل