نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول تایید کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې باخبره امریکایي چارواکو په حوله ویلي، ولسمشر ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د چې دوویر د هوايي ځواک مرکز ته ورغی څو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو جنازې تسلیم شي د طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول تایید کړی دی.
ټرمپ د تېرې سه شبنې په ورځ ملت ته په کلني وینا کې ټینګار کړی، چې غواړي امریکایي پوځیان بېرته کورونو ته ستانه کړي.
نیویارک ټایمز ورځپانې هم د امریکايي چارواکو په قول ویلي، ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې یو مشروط تړون تایید کړی، چې په په اساس به یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پيلېږي.
سرچینه وایي، که طالبان عملیات پای ته ورسوي تړون به لاسلیک او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به پیلېږي چې په دوام به یې افغان حکومت او طالبان د خپل هېواد په راتلونکي مستقیمې خبرې پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تازه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه په څو پیغامونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تشدد د دایمي کمېدو او د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.
ښاغلي غني لیکلي «نن زه خوشاله شوم چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ په اړه معلومات راکړل، بهرنیو چارو وزیر د تاوترخیوالي د خورا ډېر او دایمي کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړم.»
په ورته وخت کې اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.
نوموړي هم ویلي، د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د دوه اړخیزې موافقې، بین الافغاني خبرو او دایمي سولې سبب شي.
جمهورخبري آژانس:کابل