سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس د قرنطین له روغتون څخه ۳۸ تنه مشکوکو کسانو تښته کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کسان پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه په خپل سر او د ډاکترانو له اجازې پرته له شاوخوا څلور بجې په ډلیزه توګه له روغتون څخه پېښې سپکې کړې او تښتېدلي دي.
د هرات د ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالحکیم تمان ویلي دغه کسانو په ډلیزه توګه پر روغتیايي کارکوونکو برید وکړ او د هرات روغتون د قرنطین څخه وتښېدل.
دی وايي، دغه ۳۸ تنه چې دوه مېرمنې هم په کې وې لوړس یې د مرکز ښيښې ماتې کړې او وروسته د روغتون حویلۍ ته راوتلي او پرته له دې چې له امنیتي کسانو مخ ونیسي ټول له روغتون څخه وتلي دي.
د هغه په وینا یو ناروغ چې د دایکندي اوسیدونکی دی او د کروناویروس یې مثبت دی هغه هم ددغو تښتیدلو کسانو په ډله کې شامل دی.
خو د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده، دا موضوع ردوي او وایي چې یو شمیر مریضان د روغتون د ډاکترانو په مشوره له روغتون رخصت شوي دي.
اوس د هرات په روغتون کې په کرونا ۱۷ تنه اخته کسان په قرنطین کې دي.
د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت د مقاماتو په وینا اوس ضدې هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل