د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له خطر سره سره دوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون چارواکو امریکايي رسنیو ته زیاته کړې، سره له دې چې د کرونا ویروس خطر د امریکا ګڼ پلانونه او نظامی فعالیتونه ځنډولي خو بیا به هم له افغانستان د ځواکونو وتل له مهالوېش سره سم دوام کوي.
دغه سرچینه وايي، دوی له طالبانو سره د هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي.
د یادونې ده، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې راکم کړل شي.
امریکایي چارواکو څه موده وړاندې خبر ورکړ چې له افغانستان یې د ځواکونو ایستل پيل کړي دي.
امریکايي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې راپورونه وایي، امریکا په دفاع وزارت کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۹ ته رسېدلی دي.
د پنټاګون چارواکو ویلي چې په اخته کسانو کې ۴۹ یې نظامیان او پاتې د پنټاګون ملکي کارکوونکي دي.
ځینو سرچینو بیا ویلي چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي او د امریکا د دفاع وزیر او مرستیال یې ځانونه قرنطین کړي دي او ټولې چارې له لرې مخ ته وي.
جمهورخبري آژانس:کابل