قطر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام او په ځانګړي ډول په زابل ولایت کې پر افغان ځواکونو وسله وال برید په ککو ټکو غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په زابل کې پر افغان ځواکونو پر وسله وال برید سخت خواشیني دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ ده او دوی یې غندنه کوي.
قطر له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې جګړې ودروي او په خپلو کې د دایمي سولې لپاره خبرو ته سره حاضر شي.
دغه راز قطر د بندیانو د تبادلې په اړه هم ویلي چې دواړه لوري دې ژر تر ژره د جګړې کمولو او بندیانو بدلولو لپاره اقدام وکړي.
د یادونې ده، چې وسله والو د نوي کابل په لومړۍ ورځ د زابل ولایت په سپینه غبرګه سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي مرکز برید وکړ.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۱ افغان پوځیان او شپږ تنه پولیس سرتېري وژل شوي وو.
دفاع وزارت ویلي و، چې دغه برید د طالبانو د نفوذي کسانو له خوا شوی وو، خو تر اوسه یې طالبانو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل