افغان حکومت وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي او احتیاطي تدابیرو په موخه یو شمېر بندیان او توقیف شوي کسان خوشي کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه پرېکړه پرون یکشنبې د وري ۳ مه ارګ په غونده کې شوې ده.
خبرپاڼه وایي، په دغه غونده کې د هغو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې نهايي نه دي، بحث او خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د دغو بندیانو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیول شي.
په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې د دغو بندیانو شمېر څومره دي او په دوی کې څه ډول بندیان او توقیف شوي کسان شامل دي.
افغان حکومت داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د کرونا ویروس له کبله یو کس په بلخ کې مړ شوی او شاوخوا ۴۰ نور کسان پرې اخته دي شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل