په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د هر اړخیز اوربند غږ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن راز نن پنشنې د وري ۱۴ مه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امنیت شورا په تازه غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې هر اړخیز او اوږدمهاله اوربند وکړي.
مېرمن راز زیاته کړې، امنیت شورا همدا راز د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې د سولې روانې هڅې باید په دغه هېواد کې جګړې ختمې کړي او د ثبات د ټینګېدو سبب شي.
عادله راز وایي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز په افغانستان کې د تېرو ۱۹کلونو لاس ته راوړنو په ساتنه او لا پراختیا هم ټینګار کړی دی.
د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم پر طالبانو د اوربند او جګړو د درولو غږ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی نور د منلو نه دی او دغه ډله باید له امریکا سره په کړې هوکړه عمل وکړي.
د هغه په وینا طالبان باید د هوکړې له مخې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته تیاری ونیسي او په دې توګه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل