د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال او د کرونا سره د مبارزې کمېټې رییس سرور دانش وايي، پلازمېنه کابل کې د تېرو څو ورځو ګرځبندیز کافي نه و او دغه بندیز به نور هم سخت شي.
د جهمور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن پنشنبې د وري ۱۴ مه کابل کې د کرونا د مخنیوي لپاره د چین هېواد د طبي مرستې تر لاسه کولو پر مهال خبرې کولې ټینګار وکړ، چې کابل کې باید ګرځبندیز تر دې هم سخت کړای شي، ځکه په دغه ښار کې د کرونا ویروس د ډېرېدو وېره ده.
نوموړي په تېرو څو ورځو کې د کرونا د مخنیوي لپاره ګرځبندیز کافي ونه باله او ویې ویل، چې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره بله هېڅ لار نشته تر چې وقایوي تدابیر نه وي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري اړینه ده او خلک باید په دې برخه کې له دولت سره خپله هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
دغه راز د ولسمشر دوهم مرستیال له خلکو دا غوښتنه هم وکړه، چې د یاد ویروس د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
دانش دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته رسېدلي، چې تر ټولو ډېرې یې په هرات او کابل کې دي.
د یادونې ده، چې په کابل کې تر دې مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني