د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او په دې برخه کې په لاسته راوړنو خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او دغه اړیکې په سوله او ثبات کې لا ښې پالل کېدلی او پراخېدلی شي.
خلیلزاد هم د خبرو په جریان کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند همکاري او ملاتړ وستایه او مننه یې ترې کړې ده.
د یادونې ده، چې خلیلزاد د طالبانو سره تر هوکړې وروسته تېره اوونۍ یو ځل بیا په قطر کې له طالب استازو سره وکتل او له هغې وروسته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم په افغان سوله خبرې وکړې او د ازبکستان له ځانګړي استازي سره هم.
جمهورخبري آژانس:کابل