د ولسي جرګې رییس خپل شخصي روغتون د کرونا ناروغانو درملنې ته وقف کړ

1 ثور 1399 ساعت 12:17

د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني خپل یو روغتون په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو درملنې ته وقف کړ.


د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني خپل یو روغتون په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو درملنې ته وقف کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه روغتون پرون د کابل ښاروال، د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني او عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له لوري پرانیستل شو.

دغه شپېته بستریز روغتون به په کابل ښار کې د کرونا د ناروغانو لپاره کارول کېږي او ټول امکانات یې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان په دې وخت کې د یو بل لاسنیوي ته اړتیا لري او دغه ډول اقدامات د قدر وړ دي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې افغانان په سختو شرایطو کې دي باید د یو بل لاس ونیسي او په خبره یې دی تر خپلې وسې په دې بحراني وضعیت کې نورو مرستو ته هم تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 127123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com