ناټو یو ځل بیا ویلي د طالبانو د تاوتریخوالي اوسنۍ اندازه د منلو نه ده او دغه ډله باید تاوتریخوالی کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو پرون جمعه د غوايي ۵ مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې طالبان دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته غاړه کېږي.
په اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري د بین الاافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي ټاکل هم ستایل شوي او له طالبانو یې غوښتي چې له ځنډ پرته دې له دغه پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.
اعلامیه وايي، د بین الاافغاني مذاکراتو پیل د امریکا- طالبانو د تړون مهمه برخه ده او ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.
په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي دي چې خپل مخالفتونه حل کړي، یو همه شمول حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.
ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې تیزه کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني.
د ناټو په اعلامیه کې دغه سازمان یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل