د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن سه شنبې د غوايي ۱۶ مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، حکومت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.
افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، خوشې کړي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت نن هم ۱۰۲ تنه طالب زندانیان خوشي کړل او وايي په راتلونکو ورځو کې به نور هم خوشي کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل