ملګري ملتونه وايي، د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو متلونو ویلي تر دې وړاندې یې له بېوزله هېوادونو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر راټول کړي و، خو اوس هڅه کوي، دغه مرستې ډېرې کړي.
ملګرو ملتونو د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو ته د ۶.۷ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه پسې د هغو هېوادونو لپاره راټولېږي، چې بېوزله دي، د کرونا له جدي خطر سره مخ دي، روغتیایي سیستم یې کمزوری دی او کډوال پکې پراته دي.
ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د دغه ډول مرستو په ترسره کولو په بېوزله هېوادونو کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
ملګري ملتونه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰۰۷۲۸ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې یې ۲۸۰۴۳۱ کسه مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل