سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د لوګر مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وړاندې دامنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي وايي، د شپې په ۹ بجې پولیسو دوه تنه انتحاریان، چې پر موټرسایکل سپاره ول، تعقیب کړل او د ښار د پولیسو لومړۍ حوزې ته تر داخلېدو وروسته یې په نخښه کړل او ویې وژل.
د ښاغلي احمدزي په وینا ځانمرګو غوښتل چې برید وکړي خو د هغو د وژلو له کبله ملکیانو او پوځیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله وانه اوښته.
تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د لوګر ولایتي چارواکو هم نه دي ویلي چې وژل شوي مشکوک انتحاریان په کومې ډلې بورې تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ننګرهار په ښېوې ولسوالي او د کابل د برچي پر روغتون دوو بردونو ۵۷ تنه ووژل او تر تر ۱۸۰ پورې نور یې ټپیان کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل