په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کیبیلي هچیسن وايي، ناټو ځواکونه به هم له افغانستان څخه له امریکايي ځواکونو سره په یو وخت او یو غږ وځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو تبادلې ناټو هیله منه کړې ده چې په دغه هېواد کې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.
نوموړې وايي، د ناتو او کابل اړیکې ښې دي او په وینا یې چې افغانستان کې به د دغه هیواد د ځواکونو روزنې او ورته د مشورې ورکولو ماموریت دوام وکړي.
مېرمن هچیسن زیاته کړې، د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ هوکړه یولوی پرمختګ و او ناټو هیله لري چې په افغانستان کې دا سیاسي هوکړه په بریالیتوب تمامه شي.
د امریکا دايمي استازې ټینګار کړی، چې ناټو به په افغانستان کې له ښځو څخه د ملاتړ ژمنو ته هم وفاداره پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل