ملګرو ملتونو افغانستان کې د سولې د ټنښګت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې وايي، دوی به د سولې له دغه هڅو سره مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مشورتي بورډ په غونډه کې، چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۶ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې وشوه، ټینګار کړي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي.
په ورته وخت د دې بورډ غړې سیما سمر په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
سیما سمر چې د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې ده وايي ښاغلي ګوتریش ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې په هڅو کې به همکاري وکړي.
نوموړې وايي، له ښاغلي ګوتریش یې هیله کړې، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې په مسئله کې نور فعال عمل وکړي او له طالبانو سره د خبرو په جریان کې باید د ښځو پر حقونو او پر بشري حقونو معامله ونه شي.
دا وايي، ښاغلی ګوتریش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خوشبین دی، په تېره اوس چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شوی دا سازمان چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
نوموړې وايي چې ملګري ملتونه کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې اساسي رول ولوبوي.
هغهې زیاته کړې«زه فکر کوم ملګري ملتونه لاهم د افغانستان په خلکو کې یو اعتبار لري، یعنې دا سازمان چې په افغانستان کې د بشري حقونو وارث بلل کېږي کولای شي ډېر اساسي او مهم رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اپرېل په ۳۰مه نېټه ویلي و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل