په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د امنیت یو مدیر او دوه سرحدی پولیس وژل شوي دي.
په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د امنیت یو مدیر او دوه سرحدی پولیس وژل شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون شنبې د غبرګولي ۱۷ مه د خوست په ځاځي میدان او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي. د خوست د والي ویاند تایید کړې، چې د دې ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي. بل خوا د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو چاودنه شوې، چې دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په وینا چاودنه د سرحدي پولیسو په هاموي موټر د پټان ولسوالۍ د مقبلو دره کې شوې ده. تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل