پاکستان خپل یو دیپلومات محمد صادق خان د افغانستان لپاره د اسلام آباد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي سره کتنه کې ویلي، چې د سیمې د پرمختګ په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.
محمد صادق خان زیاته کړې، چې د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د پاکستان رول نړیوالو ستایلی او دا یو ډله ییز مسوولیت ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي ویلي، چې پاکستان به د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.
قریشي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د محمدصادق خان ګومارنه به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له لا ښه کېدو سره مرسته وکړي.
محمدصادق خان د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، له پېښور پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو ، د کولمبو له پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو او د اسلام اباد له ملي دفاعي پوهنتون څځه یې په امنیتي مطالعاتو کې ماسترۍ اخیستي دي.
هغه په افغانستان کې د پاکستان د سفیر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی او د پاکستان د ملي امنیت شورا د غړي په توګه کار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل