۰

سږ کال تر اوسه ۳۸۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه پورې کابو ۳۸۰ زره افغان کډوال له کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
سږ کال تر اوسه ۳۸۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه پورې کابو ۳۸۰ زره افغان کډوال له کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت له معلوماتو له مخې له راستنو شویو کډوالو ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور ټول له ایران او ځینې نورو هېوادونو راغلي دي.

د دغه وزارات ویاند عبدالباسط انصاري وايي، دغه کډوال په خپله خوښه راسنتانه شوي، چې د راتلو پر مهال ورسره روغتیايي او د سفر د اسناتیا مرستې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې لا هم شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانان په پاکستان او ۲.۵ میلیونه په ایران کې ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي