د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن پر ټرمپ توند لفظي برید کړی دی.
د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن پر ټرمپ توند لفظي برید کړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیوزویک مجلې په راپور کې د بایډن له قوله ویلي، ولسمشر پوتین ټرمپ لکه د یو ګوډاګي په څېر لوبوي. جوبایډن د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ډېر رکیک او ناوړه الفاظ کارولي وايي، ټرمپ لکه د پوتین ګوډاګی داسې دی چې کوم لوري ته یې خوښه وي هغې خوا ته یې شکاري. نوموړی چې د نظرپوښتنو له مخې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې تر ټولو مخکښ دی، ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې یو بې پلانه او ګډوډ ولسمشر بللی دی. ولسمشر ټرمپ چې ډېر ژر غبرګون ښیي تر اوسه یې د نوموړي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل