طالبان وایي، پر دوی د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه د هغه سولې د هغه تړون څخه سرغړونه ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه وروسته له هغې کړې، چې د ده په وینا امریکايي ځواکونو کندهار، زابل او غزني کې د طالبانو اهداف په نښه کړي.
نوموړي ویلي، چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالي او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو اهداف په نښه کړي چې دا د طالبانو لپاره د منلو نه دي.
شاهین ټینګار کړي، چې دا په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون خلاف عمل دی.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې دمخه د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو له لوري د تشدد زیاتېدا د قطر د موافقې خلاف بللې وه او له دې ډلې یې غوښتي و چې له ژمنې سره سم تاوتریخوالی کم کړي.
افغان حکومت هم د طالبانو پر اهدافو د متحده ایالاتو د پوځي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې پر طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتیدو د نظامي او ملکي اهدافو د برید تور لګولی و.
جمهورخبري آژانس:کابل