ټرمپ د افغانستان لپاره نوی سفیر ګوماري

28 سرطان 1399 ساعت 11:30

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ غواړي داسې کس په افغانستان کې د سفیر په توګه وګوماري چې دلته د امریکایي عسکرو د حضور مخالف دی.


د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ غواړي داسې کس په افغانستان کې د سفیر په توګه وګوماري چې دلته د امریکایي عسکرو د حضور مخالف دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې نوی ټاکل کېدونکی سفیر د دې ملاتړی دی چې ټول امریکایي سرتېري باید له افغانستان و ایستل شي.

د سرچینې په خبره وېل راجر پخوانی امریکایي پوځي دی، د بهرنیو اړیکو په برخه کې تخصص لري او ټرمپ غواړي هغه په افغانستان کې سفیر شي.
نوموړی د افغانستان په اړه د ټرمپ د تګلارې ملاتړی دی.

ویل کېږي چې په تېره یوه میاشت کې څو ځله په سپینه ماڼۍ کې امریکايي چارواکو مرکه ورسره کړې ده او په بهرنیو چارو وزارت کې یې هم د پالیسۍ په برخه کې مرکه کړې ده.

دی په دې برخه کې یوازې نه دی او ویل کېږي چې د ټرمپ ادارې له څو نورو کسانو سره هم په افغانستان کې د سفیر کېدو لپاره مرکې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129654

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com