د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې نن تر غرمې وروسته د مشورتي لویې جرګې په اړه دوې سیمه ییزې او نړیوالې غونډې په کابل کې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن سې شنبه زمري ۱۴مه خبري ناسته کې وویل، چې په دغو غونډو کې به د شااوخوا څلوېښتو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې استازي ګډون ولري.
دغه دواړې غونډې د ویډيويي کنفرانس له لارې کیږي.
ښاغلي هیواد زیاته کړه، چې د دواړو مجلسونو د اجنډا عمده موضوع مشورتي لویه جرګه په دې اړه چې په نژدې راتلونکي کې به تر سره شي.
یادې غونډې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کېدو په هدف تر سره کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلي و، ټاکل شوې حکومت د راتلونکي جمعې په ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه راوغواړي.
د یادونې وړ ده چې کابل تر دې مخکې هم د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په هدف څو غونډې رابللي وې.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د یادو غونډو ګډونوالو د سولې خبرو ژر تر ژره پیلېدو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو پر مخ وړلو باندې ټینګار کړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل