د ځینو چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول

14 اسد 1399 ساعت 18:35

د شتمنیو د ثبت او ارزونې اداره وايي، د یو شمېر چارواکو او پارلمان د وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات ځنډول شوي دي.


د شتمنیو د ثبت او ارزونې اداره وايي، د یو شمېر چارواکو او پارلمان د وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات ځنډول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، معاشونه او امتیازات د هغه چارواکو او وکیلانو ځنډول شوي، چې خپله شتمني یې په ټاکل شویو درېیو اوونیو کې ثبت نه کړه.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر عبدالودود بشریار نن سه شنبې د زمري ۱۴ مه مازیګر مهال په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په دغو کسانو کې د ملي شورا استازي، دوه وزیران او معینان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې کې د ولسي جرګې ۱۷۲ وکیلان، د مشرانو جرګې ۱۲ غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر وايي، تر دې وروسته به د د لوړپوړو او منځپوړو چارواکو په تړاو هم دغه اقدام کېږي، که چېرې دوی هم خپله شتمني ثبت کړې نه وي، مالي امتیازونه او معاشونه به وځنډول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 130195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com