په واشنګټن کې د پاکستاني پخواني سفیر حسین حقاني افغان سوله د پاکستان یوه ډرامه بللې وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سیمې په زیان دي.
حقاني ټینګار کړي، چې پاکستان هڅه کوي د څه مودې لپاره پر ځان د امریکا فشار راکم کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي ویلي«طالبان پر سوله باور نه لري او یواځې پاکستان غواړي د څه مودې لپاره له خپله ځانه د امریکا فشارونه کم کړي چې د همدې له پاره یې له طالبانو سره په ګډه د سولې ډرامه روانه کړې ده.»
ښاغلی حقاني زیاتوي پکار ده چې دې مسئلې ته توجه وشي او راتلونکي ګواښونه ته په پام سره هر قدم په احتیاط پورته شي.
حقاني د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د داعش او طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او له ګاونډیو هېوادونو سره دې ريښتیني همکاري وکړي.
حقاني دغه راز د پاکستان له حکومت غوښتي چې اوسنی سیاست دې تغیر کړي، څو پاکستان نړیوال باور تر لاسه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل