افغان حکومت د وسله والو طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګڼې داعش ډله غواړي د دوی په ۴۰۰ خوشي کېدونکي بندیانو بریدونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه په یوه خپرپاڼه کې ادعا کړې، داعش ډله هوډ لري، چې د دوی د خوشي کېدونکو بندیانو په موټرونو بریدونه وکړي.
طالبانو ویلي، دوی کره استخباراتي معلومات لري، چې د داعش یوه ډله دغه کار د افغان حکومت د استخباراتو او ځینو نظامیانو په مرسته او همکارۍ غواړي تر سره کړي.
دوی دا هم ویلي که چېرې کومه پېښه رامنځ ته شي، نو مسوولیت به یې د هغه چا په غاړه وي، چې د دې کار په مخنیوي کې یې غلفت کړي وي.
خو افغان حکومت د وسله والو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد او دا یې بې اساسه تورونه بللي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي.
صدیقي وايي، د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل