د پاکستان پوځ وايي، ۷ سرتېرو ته یې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ وايي، ۷ سرتېرو ته یې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، پېښه په خیبرپښتونخوا کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پوځیان په ګزمه بوخت وو. پاکستاني رسنیو د پوځ په حواله ویلي، دغه سرتېرو ډېورنډ کرښې ته څېرمه ګزمه کوله، چې وسله وال برید پرې شوی دی. د پاکستان پوځ ویلي، په دغه وسله وال برید کې یې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت معمولآ پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیست. جمهورخبري آژانس:کابل