۰

چین د افغان سوداګرو ستونزې حل کوي

دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د چین سفیر وانګ له قوله وایي، چین هڅه کي، د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.
چین د افغان سوداګرو ستونزې حل کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د چین سفیر وانګ له قوله وایي، چین هڅه کي، د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر یو ټینګار کړي، چې چین د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د وږي ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وانګ یو د افغان سوداګرو ستونزې له نېږدې اورېدلې او ژمنه یې کړې، چې د حل لپاره به یې هڅې کوي.

د چین د سفیر او افغان سوداګرو ناسته پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې شوې او سفیر یو ویلي، چین له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی.

کابل کې د چین سفیر ټینګار کړي، چې له افغان سوداګرو سره په اړیکه کې دی او ددوی ستونزې به له نږدې څاري.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له چین څخه مننه کړې چې تل یې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره اقدام کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي