افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بوریل سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د وږي ۲۴ مه له غرمې مخکې شوې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه اړیکه کې ښاغلي غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه وکړه.
سرچینه زیاتوي، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه.
جوزپ ویلي، د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا او مطلوب هدف لپاره به چې خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، د اروپایي ټولنې دوامداره ملاتړ دوام لري.
دی وايي، دوی خپل دغه پیغام د طالبانو لوري ته هم ویلی چې له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د راتلونکي ملاتړ ډول په دې هیواد کې د جمهوریت د ارزښتونو ساتنې پورې اړه لري.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر زیاته کړې، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هېواد ته سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل