د پکتیکا ولایت د امنیت امر په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

29 سنبله 1399 ساعت 15:26

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد آصف توخی د طالبانو د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد آصف توخی د طالبانو د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د وږي ۲۹ مه د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ پر لار رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونوال محمد آصف توخي غوښتل یحی‌خېلو ولسوالۍ ته د دښمن د خوځښتونو د دفعې او له امنیتي پرسونل سره د مرستې په ولاړ شي، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه پرې شوې او وژل شوی دی.

خو د د پکتیکا د ولایتي شورا رئیس بختیار ګل ځدراڼ بیا ویلي، د امنيت آمر محمد آصف توخی تېره شپه د اومنې ولسوالۍ په «اته خونه» سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوی.

نوموړي زياته کړه چې هغه د طالبانو تر بريدونو لاندې امنيتي پوستو ته د مرستې لپاره ور روان و چې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماين پرې چاودنه کړې او وژل شوی دی.

د ولايتي شورا رئيس بختيار ګل ځدراڼ وويل چې په سيمه کې اوس هم د دواړو لوريو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه غاړې تلفات لري.

کورنیو چارو وزارت او طالبانو بیا د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com