سټار انډ سټرایپرز په یوه راپور کې وايي، امریکا جنوبي کوریا، اروپا او افغانستان ته د درې ډله تازه دمه سرتېرو د لېږلو پلان نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې ویل شوي، چې امریکا به افغانستان ته د تازه دمه سرتېرو ۷۰۰ کسیزه ډله واستوي.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې تازه دمه سرتېري به افغانستان کې د هغو سرتېرو ځایناستي کېږي چې د ماموریت دوره یې بشپړه شوې ده.
امریکایي رسنۍ داسې مهال افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو او یا بدلولو خبر ورکوي چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې باید د راتلونکي کال تر پایه خپل ټول سرتېري وباسي.
د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم ویلي، چې دوی دمګړی په افغانستان کې د ۸۶۰۰ په شاوخوا کې سرتېري لري او دا شمېر به په راتلونکې میاشت کې دا شمېره تر ۴۵۰۰ راټیټه کړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د نومبر میاشتې تر پای پورې به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له پنځه زره کم کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل