امریکا له طالبانو غوښتي، چې پر هلمند ولایت خپل تهاجمي بریدونه وردوي، ځکه په وینا یې دا دې دوحې د هوکړې خلاف عمل دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټ پيغامونو کې پر لښکرګاه ښار د طالبانو وروستیو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.
نوموړي لیکلي، چې طالبان دې ژر تر ژره پر لښکرګاه ښار خپل تهاجمي بیدونه ودروي او د سولې هوکړې ته دې دناوری وکړي.
ویلسن وايي، په لښکرګاه کې د طالبانو وروستي بریدونه او عملیات د دوحې د هوکړې خلاف دي او له طالبانو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي.
کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي، څو ټول اړخونه باوري شي چې د سولې مذاکرات په سم لوري روان دي او د جګړو د پای ته رسېدو سبب ګرځي.
د یادونې ده، چې پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم پر طالبانو غږ کړی و، چې په هلمند کې خپل بریدونه ودروي.
جنرال مېلر هم دغه بریدونه له امریکا سره د طالبانو د کړې هوکړې خلاف او په قطر کې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول بللي وو.
باید و ویل شي، چې طالبانو له دوه ورځو راهیسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو کې ډلیز بریدونه پیل کړي دي.
د افغان ځواکونو سره د طالبانو په دې جګړه کې د دواړو لورو سربېره ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل