د افغانستان بهرینو چارو وزارت پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو خوا راکیټي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت وايي، پر افغان خاوره د دغه ډول بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره د دې هېواد د هغو ژمنو خلاف دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د میزان/تلې په ۲۷مه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې پر استوګنځایونو ۲۵ راکټونه ویشتلي دي چې یو ملکي وګړی په کې وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستاني پوځیانو له تېرو څو کلونو راهیسې په کونړ ولایت کې پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو ورته بریدونه کړي دي.
جمهور خبري آژانس:کابل