د باختر افغان هوايي شرکت له اوږده ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ او پرانسته یې د ولسمشر غني له لوري وشوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د لړم ۴ مه د باختر افغان هوايي شرکت بیا پرانسته وکړه.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، په یو ښه پرمختګ کې د باختر افغان هوايي شرکت یو ځل بیا د هېواد په فضا کې پروازونه پیل کړل.
دا شرکت چې د افغانستان په داخلي جنګونو کې زیانمن شوی و او فعالیت یې درېدلی و، ولسمشر یې د بیا فعالولو ويلي وو.
د یادونې ده، چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت څه موده مخکې د دغه هېواد پارلمان ته ویلي وو چې د باختر افغان هوايي شرکت د بیا فعالېدو ابتدايي کارونه یې له امریکايي شرکت سره مخې ته وړي او ژر به فعال شي.
د باختر افغان هوايي شرکت چې نیمه دولتي شرکت هم بلل کیږي په ۱۳۴۵ کابل فعالیت پیل کړ.
دغه شرکت د افغانستان د بل شرکت «اریانا افغان» تر څنګ داخلي پروازونه کول، همدغه ځینې بهرني پروازونه یې هم پیل کړي وو چې بیا په کورنیو جګړو کې له فعالیت څخه وغورځېده.
جمهورخبري آژانس:کابل