افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مسوول وژل کېدو وښوده، چې طالبان لا هم د بهرنیو ترهګرو ډولو سره اړیکې لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت پرون خبر ورکړ، چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې دوهم درجه مسوول ابومحسن المصري د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
ملي امنیت زیاته کړې وه، چې المصري د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې وژل شوی، خو دا چې کله په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
همدې ته په غبرګون کې ولسمشر ویلي، ملي امنیتي ځواکونو د ابومحسن المصري په وژلو سره ثابته کړه، چې د تروریزم ګواښ او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.
ښاغلي غني زیاته کړې، طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي، چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي.
خبرپاڼه وايي، افغان دولت د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان يو وار بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.
امریکا هم د ابومحسن المصري د وژل کېدو پخلی کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل