د خوست په موټر بم برید کې تر اوسه ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

6 عقرب 1399 ساعت 7:48

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې خوست ولایت کې د شوي موټر بم او ډلیز وسله وال برید په ترڅ کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې خوست ولایت کې د شوي موټر بم او ډلیز وسله وال برید په ترڅ کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، وسله والو نن سه شنبې د لړم ۶ مه خوست کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر مرکز لومړی موټربم او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې ۱۶ تنه امنیتي سرتېري او ۹ تنه ملکي ګړي دي.

ارین وايي، تر اوسه پورې څلور تنه ترهګر له منځه وړل شوي او دوه لا هم په جګړه بوخت دي، چې امنیتي ځواکونه یې د لمنځه وړلو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د خوست والي صدیق پتمن وايي، وسله والو دوه موټر بم بریدونه وکړل، چې دواړه هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی دي.

ښاغلی پتمن زیاتوي، چې سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د ملکي تلفاتو د مخینوي په موخه عملیات ورو روان دی.

د خوست د ملکي روغتون ډاکتر هم وايي، چې دوی ته تر اوسه پورې دوه جسدونه او ۲۵ ټپیان وروړل شوي، چې ډېری یې نظامیان دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې کابل کې یوه ځانمرګی برید د یوه ښوونیز مرکز تر ۳۰ زده کوونکي و وژل شول او تر ۸۰ زیات ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 132861

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132861/

جمهور
  https://www.jomhornews.com