د ولسي جرګې لومړی مرستیال!

هڅه کېږي افغانستان کې د پاکستان لاس پوڅي حکومت رامنځ ته کړي

11 عقرب 1399 ساعت 14:42

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال د افغان سولې پروسه کې د امریکا او پاکستان پر نیت شک لري وایي، هڅه کېږي چې افغانستان کې د پاکستان لاس پوڅی حکومت رامنځ ته شي.


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال د افغان سولې پروسه کې د امریکا او پاکستان پر نیت شک لري وایي، هڅه کېږي چې افغانستان کې د پاکستان لاس پوڅی حکومت رامنځ ته شي.

میرزاد محمد کټوازي له جمهور خبري آژانس سره مرکه کې د سولې د خبرو په اړه زیاته کړه، چې دا خبرې په ظاهر کې یو څه خو د پردې تر شاه بل څه روان دي.

نوموړي په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبرې د وخت ضایع وبلله وايي، طالبان د امریکا سره د کړې هوکړې له مخې فکر کوي، چې د جګړې له لارې حکومت ته ماتې ورکړي او د ټوپک په زور ځان واک ته ورسوي.

دی وايي، د همدې په خاطر طالبانو جګړې ته زور ورکړی او دغه راز یې د عامه اذهانو ګډوډولو په موخه خورا منفي تبلیغات پیل کړي تر چې د ۲۰ کاله مخکې امارت ته بیا وګرځي.

ښاغلي کټوازي و ویل«په اصل کې طالبان په سوله هېڅ باور نه لري، که یې باور درلودای، د دې خاورې ماشومان، زده کوونکي، او اولادونه به یې نه وژل، څوک چې په سوله باور لري دا کار نه کوي، طالب هېڅ وخت په سوله باوري نه دی.»

د کټوازي په وینا دوی حکومت او په ځانګړي ډول دفاعي او امنیتي سکتور ته له وړاندې ویلي و او اوس هم وايي، چې پر طالبانو تېر نه وځي، چې سوله کوي، بلکې د جګړې لپاره باید چمتو شي.

دی وايي، د سولې په اړه د طالبانو نیت او باور له دې هم ښه ترا معلوم شو، چې افغان حکومت د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د سولې غوښتنې ته لبیک و وايه، زرګونه طالب زندانیان یې خوشي او د سولې خبرو ته چمتو شو.

خو طالبانو نه یوازې چې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې د قطر د خبرو له پیل سره سم یې جګړې ته زور ورکړی دي.

نوموړی زیاتوی دا چې طالبان د مذاکراتو پر مېز په دې پوه شي، چې د یوه قوي او خلکو له ملاتړ برخمن حکومت سره مخ دی، نو باید افغان حکومت نور له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت غوره کړي او له قوي دریځه د طالبانو سره خبرې وکړي.

د سولې پروسه کې د امریکا د رول په اړه ښاغلی کټوازی وايي، امریکا له طالبانو سره د هوکړې په کولو سره په حقیقت کې طالبانو ته یو رسمیت ورکړ او دا د دې لامل شو، چې په جګړه کې زیاتوالی راشي.

هغه و ویل«د سولې د خبرو اترو د پردې شاه ته پراخه هڅې کېږي، چې افغان حکومت له ۲۰ کلونو لاس ته راوڼو او میلیاردونه ډالره پانګونې سره چې نړیوالې ټولنې او خصوصي سکتور کړې له صفر سره ضرب شي او بیا ټول څه له هېڅ نه پیل شي او د پاکستان په حکومت یو داسې حکومت رامنځ ته شي، چې ټولې کرښې یې اسلام آباد ټاکي.»

خو په وینا یې امریکا به پر دې ونه توانېږي، چې د پاکستان د غوښتنې سره سم داسې حکومت چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف وي رامنځ ته کړي.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه زیاته کړه تر کومه چې دی له امریکا څخه شناخت لري امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي.

ده و ویل«دا چې وايي موږ د نوي کال تر پیل پورې وځو له دوکې ورکولو پرته بل څه نه دي.»

د ولسي جرګې لومړي مرستیال وايي، په افغانستان کې جګړه امریکا او پاکستان په ګډه پیل کړې او که چېرې دا دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ بیا کتنه ونه کړي، نو افغانستان کې به د جګړې اور همداسې ژبغړاندی وي.


جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 133033

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com