۰

د موټر بم بریدونو زیاتوالی، دا ځل د فاریاب په المار کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
په دې وروستیو کې یو ځل بیا په هېواد کې موټر بم بریدونه زیات شوي او دا ځل د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید شوی، چې ۲۴ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د موټر بم بریدونو زیاتوالی، دا ځل د فاریاب په المار کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په دې وروستیو کې یو ځل بیا په هېواد کې موټر بم بریدونه زیات شوي او دا ځل د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید شوی، چې ۲۴ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه (د لړم ۱۹ مه) کابو ۱۱ بجې د امنیه قومانانۍ پر ودانۍ شوی دی.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، په دغه برید کې څلور پولیس وژل شوي، ۱۲ پولیس او ۸ ملکی وګړي ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش بیا وايي، له موټر بم برید وروسته طالبان له افغان ځواکونو سره نښته کړې، چې د سهار تر څلورو پورې یې دوام درلود.

نوموړی هم په موټر بم او وسله وال برید کې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کوي، خو وايي، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ولې جزیات یې نه لري.

د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د دغه موټر بم برید له امله د ولسوالۍ ګڼ شمېر دوکانونه تخریب شوی دی.

مخکینی خبر:
 
د فاریاب د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي وايي، وسله والو د المان ولسوالۍ د قوماندانۍ پر ودانۍ لومړی موټر بم برید کړی او وروسته له افغان ځواکونو سره په جګړه شوي دي.

دی زیاتوي، چې جګړې تر سهار پورې دوام درلود او په دغه برید او جګړه کې یو شمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایتي شورا غړي د مرګ ژوبلې کره جزیات ورنه کړل او نه هم امنیتي چارواکو تر اوسه څه ویلي.

د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بازار کې هم د افغان ځواکونو یوه مرکز ته څېرمه موټر بم برید شوی وو.

د ځايي چارواکو په وینا په برید کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او د ۲۰ پولیسو په ګډون ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدې ورځ پکتیا ولایت کې هم پر سیمه ییزه پاڅونوالو موټر بم برید شوی و، خو هغه هدف ته له رسېدو وړاندې ویشتلی شوی و.

په پکتیا کې تر دې څو ورځې وړاندې دوه نور موټر بم بریدونه هم شوي و او دغه راز څلور ورځې وړاندې زابل کې هم موټر بم برید یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي