افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که هڅه وشي ۸۵ سلنه واردات په هېواد کې دننه تولیدېدای شي او د پلور ظرفیت هم موجود دی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلی غني دغه څرګندونې پرون شنبې د لیندۍ ۲۹ مه د اپټیکا اتمې ناستې د چمتووالي په اړه غونډه کې په ګلخانې ماڼۍ کې وکړې.
په دغه غونده کې لومړی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد فیضي غوریاني وویل، اوس له پنځو نه تر لس راتلونکو کلونو پورې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ستراتېژۍ پر جوړولو کار روان دی چې په درې میاشتو کې به بشپړه او جمهوررئیس ته وړاندې شي.
نوموړي ویلي،د صنعت وده، د صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا، د پانګونې جلب او جذب او اصلاحات زموږ عمده موضوعات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ پالیسۍ رئیس محمد سعید سعیدي و ویل، چې صنعت او سوداګرۍ وزارت د اپټیکا اتمې غونډې په هکله له اړوندو دولتي او خصوصي ادارو سره د همغږۍ په موخه ناستې لرلي او د راتلونکي غونډې په اړه د دوی نظریات او وړاندیزونه راټول شوي دي.
د معلوماتو تر اورسېدو وروسته ولسمشر غني و ویل، د ویاړ ځای دی نن داسې یو پیاوړی ټیم لرو چې د افغانستان ملي مسایل په لنډ، منځ او اوږد مهال کې سنجولی شي.
نوموړي د افغانستان د موقعیت د ارزښت، د افغانستان او پاکستان سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو په ځانګړي ډول اپټا سند په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، تاسې په قوت سره مذاکراتو ته ولاړ شئ، دا مذاکرات به د اصولو په اساس د ټولو په ګټه وي او د بین المللي لوبې قوانین به په کې مراعت شي.
ښاغلي غني د افغانستان او مرکزي اسیا د سوداګرۍ پراختیا په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال زیاته کړه، چې د نړیوال خوځښت راتلونکی اسیا تضمینوي او واضح ضرورت دی چې افغانستان د اسیا په پراخ تصویر کې مشاهده کړو.
ولسمشر دې ته په اشارې چې د افغانستان د صنعتي کېدو طرحه ډېره اساسي ده وویل«۸۵ سلنه واردات زموږ په هیواد کې دننه تولیدېدای شي او د پلور ظرفیت هم موجود دی، بناً زموږ اساسي هڅه داده چې افغانستان پر صادرونکي هیواد بدل کړو.»
باید و ویل شي، تراوسه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ د همغږۍ غونډه (اپټیکا) اووه غونډې شوي چې اوومه غونډه یې په کابل کې ترسره شوې وه او اتمه غونډه به یې د روان میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې په اسلام اباد کې جوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل